۰
د بهرنیو چارو وزارت:

حکومت به له یوې رغونکې ارادې سره بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، حکومت به له یوې رغونکې ارادې سره بین الافغاني خبرو ته داخل شي او له دغه فرصت نه به د سولې لپاره اعظمي ګټه واخلي.
حکومت به له یوې رغونکې ارادې سره بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، حکومت به له یوې رغونکې ارادې سره بین الافغاني خبرو ته داخل شي او له دغه فرصت نه به د سولې لپاره اعظمي ګټه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د بین الافغانی خبرو په تړاو د اروپايي ټولنې او کاناډا د دیپلوماتیکو استازولیو د مشرانو له دې اعلامیو چې په کې یې د تاوتریخوالي پر پای ته رسولو او بین افغاني خبرو پر پیل ټینګار کړی، هرکلی کړی دی.

د اروپايي ټولنې او کاناډا استازولیو پرون په اعلامیه کې ویلي، د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کېدونکې ده، نو ځکه باید دواړه لوري ژر تر ژره بین الاافغاني خبرې پیل کړي او په دې سره جګړې ته د پای ټکی کېږي.

په دغه اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي و، چې د تاوتریخوالي د کمېدو او جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید دواړه ښکېل لوري نور وخت ضایع نه کړي او ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلن هیله لري.

د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي، حکومت به له یوې رغونکې ارادې سره بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي او د دې ښه نیت د تمثیلولو یوه ښکاره بېلګه د طالب زندانیانو خوشې کول وو.

خبرپانه کې راغلي، افغان دولت چمتو دی چې له دې فرصت څخه په استفادې، د مذاکرې له لارې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د سولې برخه کې د افغان دولت لیدلوری، د ټولو افغانانو، نارینه وو او مېرمنو د بنسټیزو حقونو خونديتوب دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي