۰

د شهید اوونۍ په اړه د ولسمشرغني پیغام: د افغانستان خلک د شهیدانو د سرښندنو منندوی دي

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د احمدشاه مسعود د شهادت او شهید اوونۍ په اړه خپاره کړي پیغام کې ویلي، د افغانستان خلک د شهیدانو د قربانیو او سرښندونو منندوی دي.
د شهید اوونۍ په اړه د ولسمشرغني پیغام: د افغانستان خلک د شهیدانو د سرښندنو منندوی دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د احمدشاه مسعود د شهادت او شهید اوونۍ په اړه خپاره کړي پیغام کې ویلي، د افغانستان خلک د شهیدانو د قربانیو او سرښندونو منندوی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د شهید اوونۍ یو مهم فرصت دی، چې باید د شهیدانو خاطرې یادې کړي او د هغوی له لوړو اهدافو په ښه توګه لمانځه وکړي.

ښاغلي غني ویلي«د افغانستان خلک په ټولو څپرکیو او وختونو کې د هېواد د ارضي تمامیت د دفاع په خاطر د شهیدانو او رښتینو مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو منندوی دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد ټولو شهیدانو د یوه آزاد، خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره قرباني ورکړې او نن ورځ رارسېدلې، چې د هغوی له دغه لویو ارمانونو څخه په عزت او مېړانه ستاینه او منندويي وګړو.

د ښاغلي غني په وینا د اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو مقاومت په تاریخ کې یوه بې سارې مبارزه ده، چې ډېر ژر به دغه مبارزې د ټولې نړۍ لپاره د آزادیو په یوه بېلګه بدله شي.

ولسمشر وايي، افغانانو د ترورېزم ضد مبارزه کې هم زیاتې قربانۍ ورکړي او په وروستیو کلونو کې د ترورېزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار درلود.

افغان ولسمشر وايي، همدا سرښندنې او مبارې وې، چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقاومت او اتلولیو منندوی دي.

نوموړي ویلي، نن ورځ د همدغو مقاومتونو او سرښندنو له برکته د سولې لپاره د مذاکراتو نوی څپرکی پرانیستل شوی او سوله له شک پرته د شهیدانو او د هېواد د ګرانو اتلانو یو له لویو ارمانونو څخه وو.

ښاغلي غني زیاتوي، چې د هېواد د شهیدانو د لویو موخو په رڼا کې دې هدف ته رسېدل میسر شوي او د افغانستان حکومت د دې مهمې موخې د تحقق لپاره ګامونه اخیستي دي.

ولسشمر ویلي«نن زموږ ټولو مسوولیت دی چې د هېواد د شهیدانو د فکري ارزښتونو او لویو ارمانونو نمانځنه او پالنه وکړو.»

دی وایي، د هېواد د شهیدانو کورنیو ته رسېدګي د حکومت له جدي برنامو څخه دي او په همدې موخه د شهیدانو د کورنیو د تثبیت او ثبت ملاتړې برنامې تر لاس لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې برخه کې د هېواد ټولې ادارې موظفې دي چې د پروسو په اسانولو سره د شهیدانو د کورنیو حقونو او امتیازاتو ته د هغوی لاسرسی برابر کړي.

ولسمشر غنی د خپل پیغام په پای کې وايي، حکومت د شهیدانو د اولادونو په برخه کې هم مسوولیت لري، تر څو هغوی پوهې تر لاسه کولو او لوړو زده کړو ته لاس رسی ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي