درې لوړ پوړي پولیس چارواکي د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي

19 سنبله 1399 ساعت 9:31

امنیتي سرچینې وايي، د هېواد په شمال کې د پولیسو درې لوړ پوړي چارواکي د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.


امنیتي سرچینې وايي، د هېواد په شمال کې د پولیسو درې لوړ پوړي چارواکي د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینه وايي، نیول شوي کسان د تخار ولایت د پولیسو د استخباراتو مدیر، د کلفګان ولسوالۍ د پولیسو امر او د سرحدي ټولي قوماندان شامل دي.

د سرچینې په وینا یادو کسانو غوښتل له بدخشان څخه تخار ولایت ته نشه يي توکو قاچاق کړي، چې د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د ځانګړو پولیسو له خوا ونیول شول.

سرچینه وایي، له یادو کسانو ۲۷ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي خو د نوعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه نشه يي توکي د تخار د پولیسو د استخبارانو د مدیر په موټر کې ځای پر ځای شوی و.

په ورته وخت په ننګرهار ولایت کې هم ۷ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، دغه کسانو ۳۹۱ کیلوګرامه نشه يي توکي چې چرس او اپین په کې دي په څلورو موټرو کې لېږدول.

دغه نشه يي توکي د ننګرهار ولایت د بټي کوت ولسوالۍ او د جلال آباد د نهمې ناحیې په ثمرخېلو سیمه کې د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو له خوا نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131376

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131376/

جمهور
  https://www.jomhornews.com