ناټو پر صالح برید غندلی وايي د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دی

19 سنبله 1399 ساعت 13:28

ناټو د افغان ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د سولې د دښمنانو کار بللی دی.


ناټو د افغان ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د سولې د دښمنانو کار بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو په دغه چاودنه کې د ملکی وګړو په مرګ ژوبله ژوره خواشني ښودلې وايي، دا ډول بریدونه د افغانستان د دښمنانو کار دی.

ناټو ویلي د افغانستان دښمنان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، امنیت تامین، تاوتریخوالی کم او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ناټو په ټینګار سره ویلي دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په دې حساسو شرایطو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

د یادونې ده، چې نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني په سیمه کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په موتریز کاروان د سړک د غاړې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په چاودنه کې ښاغلي صالح ته زیان نه دی رسېدلی، خو ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

خپله صالح هم وايي، چې دی او زوی یې له برید نه روغ وتلي خو یو شمېر ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني د هغه دوهم مرستیال دانش، د مصالحې د عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او اروپايي ټولنې هم دغه برید په کلکه غندلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131396

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131396/

جمهور
  https://www.jomhornews.com