د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان نه غواړي، افغانان سولې ته ورسېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د ولسمشر غني په لومړي مرستیال امرالله صالح شوې چاودنې ته په غبرګون کې کړې او دا برید یې په کلکه غندلی دی.
نوموړي ویلي، په داسې حال کې، چې افغانستان د سولې په اړه د خبرو پیلېدو ته نېږدې شوی دی، پټ او ښکاره دښمنان هڅه کوي، چې د سولې پروسه له خنډ و ځنډ سره مخ کړي.
هغه زیاته کړې«د ولسشمر پر لومړی مرستیال برید په داسې حال کې چې موږ سولې ته نېږدې شوي یو او د افغانستان د خلکو روښانه پیغام سوله، د جګړې او وینې بهېدلو ختمول دي، دا ښيي، چې د سولې پټ او ښکاره دښمنان نه غواړي، چې د جنایتونو کړۍ وشکېږي او افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي.»
د یادونې ده، چې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه سهار اووه نیمې بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمي سیمه کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې نوموړی له کور څخه دندې ته روان وو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه چاودنه کې ښاغلي صالح ته زیان نه دی رسېدلي خو ۱۰ ولسي وګړي شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د صالح ساتونکي هم شته دي.
ولسمشرغني، د هغه دوهم مرستیال سروردانش د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، اروپايي ټولنې او ناټو هم پر ښاغلي صالح شوی برید غندلی او دا یې د افغانستان د سولې د دښمنانو کار بللی دی.
د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل