خلیلزاد:

کله چې د افغان سولې فرصت نېږدې شي ورانکاري یې د درولو هڅه کوي

20 سنبله 1399 ساعت 8:52

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ولسمشر غني په لومړي مرستیال امرالله صالح برید په کلکه غندلی او دا یې د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کول بللي دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ولسمشر غني په لومړي مرستیال امرالله صالح برید په کلکه غندلی او دا یې د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کول بللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په پرلپسې ټوېټونو کې ویلي، د سولې د خبرو له رانږدې کېدو سره ورانکاري پخپلو دې هڅو کې لانور ناهیلي کېږي چې دغه تاریخي فرصت زیانمن کړي.

نوموړي زیاته کړې«د امرالله صالح پر کاروان ننی برید یې وروستۍ بېلګه ده. له نیکه مرغه هغه ژوندی ترې راووت، له بده مرغه، دغه ترهګریز برید ډیرو نورو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.»

دی وایي، تاریخ څرګنده کړې کله چې د سولې فرصت نږدې شي، ورانکاري یې د درولو لپاره له هېڅ ډول هڅې سپماوی نه کوي خو په وینا یې افغانان به یې په دام کې ونه لوېږي.

خلیلزاد زیاتو«افغانان پوهېږي چې د سولې بریالی بهیر، د هېواد د اوږدې جګړې د ختمولو یوازنۍ لار ده. د سولې لپاره د دوي د پراخو هیلو پوره کول به د دوو مرکچي ډلو او د مشرانو پورې یې اړه ولري.»

د یادونې ده، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان پرون چهارشنبې د وږي ۱۹ مه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند تایمينو په سیمه کې چاودنه وشوه.

خپله صالح او زوی یې عبادالله صالح له دغه چاودنې روغ و وتل، خو د کورنیو چارو وزارت په وینا ۱۰ ملکي وګړي په کې شهیدان او د صالح د دریو ساتونکو په ګډون ۱۵ تنه په کې ټپیان شول.

طالبانو په همغه وخت په برید کې لاس لرل رد کړل خو د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي یې د پړې ګوته د حقاني شبکې ته نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131413

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131413/

جمهور
  https://www.jomhornews.com