۰
د بښنې نړیوال سازمان:

د افغان سولې مذاکراتو کې باید د جګړې د اصلي قربانیانو غږ واورېدل شي

پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د بښنې نړیوال سازمان چارواکي وايي، د افغانستان د سولې بین الاافغاني مذاکراتو کې باید د دې جګړې د اصلي قربانیانو غږ واورېدل شي.
د افغان سولې مذاکراتو کې باید د جګړې د اصلي قربانیانو غږ واورېدل شي
د بښنې نړیوال سازمان چارواکي وايي، د افغانستان د سولې بین الاافغاني مذاکراتو کې باید د دې جګړې د اصلي قربانیانو غږ واورېدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان د دفتر عمومي رییس ډېوېډ ګرېفس زیاته کړې، د سولې خبرو کې باید د افغانانو غږ واورېدل شي، څو هغوی دا ډاډ تر لاسه کړي، چې حقونو ته یې درناوی کېږي.

ګرېفس وايي، د جګړې دواړه اړخونه باید د عامو افغانانو لپاره عدالت تامین او د بشري حقونو سرغړونکي حساب ورکولو ته راکاږي.

د هغه په وینا سوله یوازې د یوې معاملې او د دښمنیو د بندولو معنا نه لري بلکې د سولې اصلي معنا دا ده چې ټول وګړي په امن فضا کې ژوند وکړي او په ډېرې اسانۍ د خپلو حقونو د خوندي تابه لپاره غږ پورته کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه هم غوښتنه چې د تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب برخه کې دې ځان مطمین کړي څو د بشري حقونو لپاره ترسره شوې هڅې په اوبو لاهو نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي