۰
ملګري ملتونه:

په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو

پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
ملګرو ملتونو د ولسمشر غني پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوی برید په کلکو ټکو غندلی وايي د افغانستان ملاتړ ته به ادامه ورکړي.
په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو
ملګرو ملتونو د ولسمشر غني پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوی برید په کلکو ټکو غندلی وايي د افغانستان ملاتړ ته به ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش وايي، ملګري ملتونه په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ملاتړ ته به یې ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، دا مهال د دې اړتیا ده، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ختم شي او دې هېواد ته سوله راشي.

ښاغلي ګوترېش ټينګار کړي، چې بین الافغاني خبرې باید پيل شي او د خبرو له لارې دې د افغانستان روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ملګرو ملتونو تر څنګ امریکا، برېتانیا، اروپايي ټولنې او ناټو هم پر ښاغلي صالح پرونی برید په کلکو ټکو غندلی وايي دا د هغه کسانو کار نه دی، چې نه غواړي افغانستان ته سوله راشي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، کله چې د سولې پروسه نېږدې شي، نو ورانکاري هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي.

خو په وینا یې افغانان پوه شوي او دغه ډول بریدونه به دوی د سولې له هدف څخه را ونه ګرځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي