د روسیې ولسشمر ویلادیمیر پوتین د افغانستان اوسنۍ وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي، چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته د ویډیويي کنفرانس له لارې پر مهمو نړیوالو مسایلو د خبرو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې.
پوتین په افغانستان کې روانې جګړې او د سولې په تړاو هلو ځلو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې حالات د اندېښنې وړ دي.
د هغه په وینا افغانستان دا مهال په یوه کړکېچن حالت کې دي، چې دغه وضعیت په سیمه کې ژورې اندېښنې را پارولې دي.
د روسیې ولسمشر په منځني ختیځ او افریقا کې هم پر روانو نا امنیو، جرمنو او نښتو اندېښنه ښودلې ده او د دغه ناندریو پای ته رسول یې د نړیوالو ګډ مسوولیت بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل