د کورنیو چارو وزارت:

طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۴۹ ملکي وګړي وژلي

20 سنبله 1399 ساعت 13:38

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۱۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۱۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو تېره یوه اوونۍ په ۲۲ ولایتونو کې ۳۶۸ بریدونه کړي دي.

د هغه په وینا د طالبانو په دغه بریدونو کې ۴۹ ملکي وګړي وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندهار او زابل ولایتونو کې اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر غني په لومړي مرستیال شوې بمي چاودنه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي، چې خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه برید هغه بریدونو ته ورته دی، چې حقاني شبکه یې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131431

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com