نن به بین الافغاني خبرې پیل شي حکومتي پلاوی قطر ته رسېدلی

22 سنبله 1399 ساعت 8:40

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې نن شنبې د وږي ۲۲ له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.


د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې نن شنبې د وږي ۲۲ له طالبانو سره  د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دولت د دغه ۲۱ کیسیزه پلاوی سره د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم دوحې ته تللي دي.

دوحې ته د افغان پلاوی د رسېدو سره ټاکل شوې نن د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د قطر په مشهور هوټل شریتون کې د بین الافغاني خبرو د پیل مراسم تر سره شي.

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله قطر ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې دغه هېواد ته د سولې د هیلو سره ځي او اوربند به د خبرو په اجنډا کې مهم بحث وي.

ډاکتر عبدالله وايي، تمه یې دا ده، چې د سولې بین الافغاني خبرو کې پرمختګ وشي او پر اساس یې افغانستان ته تل پاتې او باعزته سوله راشي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نه شي ویلي، چې دا ځل مذاکرات به څومره وغځېږي خو په وینا یې ټوله هڅه به پر دې وي، چې یوه مثبته پایله ولري.

د یادونې ده، چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو مراسم به د قطر د بهرنیو چارو وزیر پرانیزي.

د افغان حکومت له لوري د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د طالبانو له خوا به د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویناوې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131459

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131459/

جمهور
  https://www.jomhornews.com