بحرین هم د اسرائیلو سره د سولې هوکړه وکړه

22 سنبله 1399 ساعت 10:10

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې بحرین هم له اسرائیلو سره د سولې تاریخي هوکړه کړې ده.


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې بحرین هم له اسرائیلو سره د سولې تاریخي هوکړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، دا له یوې میاشتې په کمه موده کې دوهم عربي هېواد دیو چې اسرائیلو سره د سولې تړون کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کولو چاره ددغه هېواد د پاچا حمد بن عیسی بن سلمان آل خلیفه، د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټلیفوني خبرو کې وشوه.

ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ګام تاریخي او د سولې هوکړه وبلله چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له منځه وړل دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، منځنی ختیځ بدلیدونکی دی او د سولې هوکړې تر سره کېدل یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په سیمه کې ګډوډي وه خو اوس د خپلو شریکانو ترمنځ بیا باور رامنځته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com