د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې

22 سنبله 1399 ساعت 10:51

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په رسمي ډول پیل شوې.


د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په رسمي ډول پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرې نن شنبې د وږي ۲۲ مه پر ځايي وخت غرمه مهال د قطر د بهرنیو چارو وزیر په وینا پیل شوې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغه ورځ او خبرې یوه تاریخي ورځ او مهمې خبرې وبللې او پر دواړو لورو یې غږ وکړ، چې له تېر څخه عبرت واخلي او پر راتلونکې باور ولري او د افغانستان د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې قطر به د دغه پروسې د بریالیتو لپاره هېڅ راز هڅې ونه سمپوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي، چې په ټول توان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ یوه داسې توافق ته چې پر مټ یې جګړه پای ومومي او د افغانستان خلک له سولې برخمن شي، برابره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې هیله وښوده، چې دواړه لوري په پوره زغم او حوصلې سره خبرې مخ ته یوسي او افغانستان یوې تل پاتې سولې ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 131470

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131470/

جمهور
  https://www.jomhornews.com