د قطر مذاکراتو پیل کې د ملاعبدالغني برادر وینا:

بین الافغانی مذاکرات به ستونزې ولري خو موږ یې په صداقت مخ ته وړو

22 سنبله 1399 ساعت 11:47

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برارد وايي، د سولې بین الافغاني مذاکرات به کږلېچونه او ستونزې ولري خو ډاډ یې ورکړ، چې دوی به په صادقانه ډول دغه خبرې مخ ته وړي.


د طالبانو د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برارد وايي، د سولې بین الافغاني مذاکرات به کږلېچونه او ستونزې ولري خو ډاډ یې ورکړ، چې دوی به په صادقانه ډول دغه خبرې مخ ته وړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي برادر چې نن شنبې د وږي ۲۲ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل په مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې دوی له امریکا سره پر کړې تواق نامه عمل کړی او له مقابل لوري هم د عمل غوښتنه لري، تر څو افغانستان سولې ته ورسېږي.

ملا برادر پر خپل او د افغان حکومت پر پلاوی غږ وکړ، چې په خبرو کې باید اسلامي ملاحظاتو ته جدی پاملرنه وکړي او د سولې خبرې په صادقانه ډول مخ ته یوسي.

نوموړي و ویل، چې په مذاکراتو کې د یو څو کسانو ګټې نه بلکې د ټولو ګټې په پام کې ونیول شي تر څو په افغانستان کې تل پاتې او باعزته سوله راشي او د جګړې ټغر ټول شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«دا مذاکرات به ستونزې ولري، خو زموږ تمه دا ده، چې په ښه توګه او په زیاتې توجه سره تر سره شي.»

ملا براد و ویل، دوی د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دا مذاکرات به په صادقانه ډول مخ ته وړي او ټوله هڅه به یې په افغانستان کې سوله او د برابرۍ لپاره کار کوول وي.

د هغه په وینا دوی له سولې وروسته د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې او پر دوه اړخیزه احترام ولاړې اړیکې غواړي او د همدې لپاره به هڅې کوي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر وايي، دوی یو پرمختللی، خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان او په کې اسلامي نظام غواړي، چې ټول وګړي په کې خپل ځان و ویني او د ورونو په شان سره ژوند وکړي.

د یادونې ده، چې په دغه مراسمو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې.

د دوی ټول ټينګار په افغانستان کې د یوې باعزته او تل پاتې سولې په راتګ، د جګړې پر پای ته رسېدو او یوه داسې افغانستان په جوړېدو و، چې خپلواک، پرمختللی، په خپلو پښو ولاړ، له ترهګرۍ او فساد څخه پاک او د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې اړیکې پر متقابل احترام ولاړې وي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 131475

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131475/

جمهور
  https://www.jomhornews.com