په قطر کې د حکومت او طالبانو ګډه کاري ډله جوړه شوه

23 سنبله 1399 ساعت 8:44

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو تر پیل وروسته د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه یا ډله جوړه شوې ده.


د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو تر پیل وروسته د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه یا ډله جوړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د حکومت د مذاکراتي ټیم او دغه کاري کمېټې غړې فوزیه کوفي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دا ګډه کاري ډله به د اجندا پر ټاکلو کار کوي.

په دغه کاري ډله کې د افغان حکومت د پلاوی له لوري د پلاوی مشر معصوم ستانکزی، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عنایت الله بلیغ او نادر نادري شامل دي.

دغه راز د طالبانو له لوري په دې کاري کمېټه کې د طالبانو د پلاوی مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالکبیر، نورالله نوري، شهاب الدین دلاور او شېخ قاسم ترکمن برخه لري.

که څه هم تر اوسه د خبرو لومړنۍ اجندا نه ده معلومه، خو د طالبانو د پلاوی یو غړی ملا خیرالله خیر خوا وايي، دوی به لومړی پر هغه مسایلو خبرې کوي، چې اسانه وي او ژر توافق پرې کېدای شي.

د یادونې ده، چې د سولې مذاکراتو پرانیستونکې غونډه پرون شنبې د وږي ۲۲ مه تر غرمې مخکې پای ته ورسېده، خو دواړه لوري د اصلي خبرو د پیل لپاره چې د دوشنبې په ورځ به وي، مقدماتي غونډې کوي.

له دوحې څخه خبریالان وايي، دا مهال دوه اړخیزې او درې اړخیزې غونډې دوام لري چې تر ډېره تعارفي بڼه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131495

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131495/

جمهور
  https://www.jomhornews.com