شېرپاو:

پاکستان باید د افغان سولې برخه کې صادقانه همکاري وکړي

23 سنبله 1399 ساعت 9:36

د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېر پاو یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان سولې په برخه کې صادقانه او ریښتینې همکاري وکړي.


د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېر پاو یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان سولې په برخه کې صادقانه او ریښتینې همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي شېرپاو ویلي دا چې د پاکستان ثبات د افغانستان د سولې او پخلاینې له مسئلې سره تړلی نو پاکستان ته بویه چې د سولې پروسې کې ریښتینې همکاري وکړي.

د هغه په وینا د دې تر څنګ پاکستان باید له افغانستان سره دولت په دولت اړیکو ته ارزښت ورکړي، اړیکې ورسره سمې کړي او په دې توګه په سیمه کې امنیت او پرمختګ ته لار هواره کړي.

د قومي وطن ګوند مشر وايي، د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.

هغه خرداری ورکړی، چې د افغانستان د ناامنۍ په صورت کې پاکستان هېڅ وخت له امنیت څخه نه شي برخمن کېدای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131499

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131499/

جمهور
  https://www.jomhornews.com