طالبانو برمته کړی هندي خوشی شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی

23 سنبله 1399 ساعت 11:31

هندي چارواکي وايي، د دوی وروستۍ طالبانو برمته کړی وګړی خوشی شوی او له افغانستان څخه هند ته ستون شوی دی.


هندي چارواکي وايي، د دوی وروستۍ طالبانو برمته کړی وګړی خوشی شوی او له افغانستان څخه هند ته ستون شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو ویلي خوشی شوی برمته مانتو سېنګهـ نومېږي، خو دا یې نه دي ویلي، چې نوموړی څه ډول خوشی شوی دی.

دوی وايي، په قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره په یوه وخت دغه هندي وګړی له افغانستان څخه خپل هېواد ته ستون شوی دی.

هندي رسنیو د افغان او هندي چارواکو په قول ویلي چې مانتو سېنګهـ یو له هغو ۷ هندي انجنیرانو څخه و چې په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې برمته شو.

د یادونې ده، چې سېنګهـ د ده نور ملګري تر دې وړاندې طالبانو خوشې کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com