خلیلزاد:

بین الافغاني خبرو کې له مهمو موضاعتو یو هم اوربند دی

23 سنبله 1399 ساعت 11:33

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د دوحې په بین الافغاني خبرو کې یوه مهمه موضوع اوربند دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د دوحې په بین الافغاني خبرو کې یوه مهمه موضوع اوربند دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د امریکا او طالبانو به موافقه کې هم اوربند یو له څلورو مهمو موضاعتو څخه وو، چې پر اساس یې دغه موافقه لاسلیک شوه.

نوموړي وايي، په غالب ګومان کوم څه چې په لنډ وخت کې عملي ښکاري هغه د تاوتریخوالي کمول او یا هم یو بشري اوربند دی.

خلیلزاد زیاته کړې«"ګومان کوم څه چې په لنډ وخت کې عملي ښکاري هغه د جګړې د شدت کموالی دی او یا یو بشري اوربند دی، دایمي او ټول‌ شموله اوربند فکر کوم هغه مهال ممکن دی چې پر یوه سیاسي فورمول یا حل‌لارې موافقه یا تفاهم وشي.»

خو په وینا یې په ‌کار ده چې د سیاسي موافقې لپاره لنډمهاله اوربند او یا بشري اوربند وشي څو وروسته دایمي اوربند ته هم لاره پرانیستل شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند نعیم وردګ هم له خبریالانو سره د خبرو پر مهال و ویل، چې په خبرو کې به یو مهمه موضوع د اوربند وي ځکه په وینا یې دا له امریکا سره په تړون کې هم یاده شوې ده.

د یادونې ده، چې د افغانستان حکومت هم د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا د قطر د ناستې په پرانستونکې غونډه کې د وینا پر مهال و ویل، چې د خبرو د پرمختګ او سولې ته د رسېدو لپاره بشري اوربند اړین دی.

دغه راز د قطر په پرونۍ پرانست غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو استازو، ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي تولنې او د اسلامي همکاریو سازمان هم د خبرو د پرمختګ او تل پاتې سولې لپاره د اوربند په رامنځ ته کېدو ټینګار درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com