عبدالله:

د حکومت او طالبانو پلاوي به نن د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وکړي

23 سنبله 1399 ساعت 11:49

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د حکومت او طالبانو پلاوی به نن د تاوتریخوالي په کمولو خبرې وکړي.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د حکومت او طالبانو پلاوی به نن د تاوتریخوالي په کمولو خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله زیاته کړې، چې د دولت پلاوی به نن یکشنبې د سپټمبر ۱۳ مه د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د تاوتریخوالي د کمولو پر پرېکړه خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله ویلي« د خلکو په ذهن کې یوه مهمه مسئله د تشدد بېخي کمېدل دي، د بشري خواخوږۍ پر اساس اوربند دی، داسې چې موږ هیله لرو چې په دایمي اوربند بدل شي.»

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله وايي، هغوی به دا پرېکړه هم کوي، چې په روانو بحثونو کې کومو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ خبرو کې به اوربند یو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

خلیلزاد وایي، دا موضوع د امریکا او طالبانو تر منځ تړون کې هم وه، چې پر اساس یې دغه تړون لاسلیک شو.

دی زیاتوي، په غالب ګومان کوم څه چې په لنډ وخت کې عملي ښکاري هغه د تاوتریخوالي کمول او یا هم یو بشري اوربند دی، خو په وینا یې د دې لپاره باید لومړی پر یوه سیاسي فورمول او حل لارې موافقه وشي.

د یادونې ده، چې د حکومت او طالبانو پلاویو د خبرو د اجندا ټاکلو لپاره یوه ګډه کاري کمېټه هم جوړه کړې، چې اوس پرې کار روان دی.

ټاکل شوې د حکومت او طالبانو تر منځ پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې سبا دوشنبې د وږي ۲۴ مه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 131508

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131508/

جمهور
  https://www.jomhornews.com