ناروې د بین الافغانی خبرو کوربه توب ته چمتوالی ښودلی

23 سنبله 1399 ساعت 12:10

د افغانستان لپاره د ناروې هېواد ځانګړی استازی پيرالبرت الساس وایي، هېواد یې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته چمتو دی.


د افغانستان لپاره د ناروې هېواد ځانګړی استازی پيرالبرت الساس وایي، هېواد یې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الساس دغه څرګندونې د افغانستان د مصالحې د عالی شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې کړې دي.

د مصالحې شورا دفتر وايي، ښاغلي عبدالله د دوحې د ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي پیرالبرت الساس سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو بحثونه کړي دي.

د ناروې ځانګړي استازي د بین الافغاني خبرو پیل یو تاریخي فرصت بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه مذاکرات د افغان جګړې د پای سبب شي.

نوموړي ویلي، ناروې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تیاره ده او که دواړه لوري وغواړي نو د دغه مذاکراتو یو پړاو به په ناروې کې ترسره شي.

په ورته وخت عبدالله عبدالله هم د نړیوالو په تېره د ناروې له همکاریو مننه کړې ده او په خبره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګډه همکارۍ به افغانان ورځ تر بلې سولې ته نږدې کېږي او افغانستان کې د سولې په راتګ سره به په سیمه کې د امنیت او پراختیا نوی باب پرانیستل شي.

د یادونې ده، چې عبدالله د دغه ناستې په څنډه کې، د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره هم لیدلي او د سولې پر روانو مذاکراتو او یو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com