د قطر امیر د ملاعبدالغنی برارد او عبدالحکیم حقاني سره لیدلي

23 سنبله 1399 ساعت 15:40

د قطر امیر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د مذاکراتي پلاوی له مشر عبدالحکیم حقاني سره لیدلي دی.


د قطر امیر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د مذاکراتي پلاوی له مشر عبدالحکیم حقاني سره لیدلي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ نن یکشنبې د وږي ۲۳ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې چې نن وشوه دواړو لورو د سولې پر روانې پروسې بحث کړی دی.

وردګ وايي، د قطر امير د مذاکراتو په اړه د طالبانو له هڅو ستاينه کړې او په راتلونکي کې يې په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، ملا برادر هم د قطر هېواد له همکاریو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې دوی به د سولې په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوي، چې نن هم دوام لري.

په ورته مهال په قطر کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، تر اوسه یې د طالبانو د مذاکراتي ټیم له مشر سره خبرې نه دي شوي.

د طالبانو ویاند هم تائیدوي چې تر اوسه د دواړو خواوو د تخنیکي ګروپونو تر منځ لیده کاته نه دي شوي، خو زیاتوي چې کله دواړه لوري سره کیني د مذاکراتي ټيمونو د ناستې لپاره به زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131517

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com