په تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۵۷ زره افغانان وژل شوي دي

24 سنبله 1399 ساعت 12:04

د امریکا د واسټن انستېتیوت څېړنیز مرکز وايي، په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې ۱۵۷۰۰۰ افغانان وژل شوي دي.


د امریکا د واسټن انستېتیوت څېړنیز مرکز وايي، په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې ۱۵۷۰۰۰ افغانان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مرکز په تازه خپاره کړي راپور کې ویل شوي، چې دغه افغانان په جګړو، د سړک د غاړې ماینونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

راپور وايي، په وژل شویو کسانو کې چې د ۲۰۰۱ له پیل نه د ۲۰۱۹ تر نومبر میاشت پورې وژل شوي، ۴۳ زره ملکي وګړي، ۴۶ زره افغان سرتېري او ۴۲ زره هم وسله وال طالبان شامل دي.

په راپور کې ټپیان شمېر نه دی ښودلی.

افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا راپور پر داسې مهال خپرېږي، چې وړمه ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ رسمي خبرې پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131545

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131545/

جمهور
  https://www.jomhornews.com