انداربي او سراج د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې:

د امنیتي میثاق برنامه کې هېچا ته وسلې نه وېشل کېږي، وکیلانو دا سند نه دی لوستی

24 سنبله 1399 ساعت 14:42

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي او د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وايي، د امنیتي میثاق برنامه کې هېچا ته وسلې نه وېشل کېږي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي او د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وايي، د امنیتي میثاق برنامه کې هېچا ته وسلې نه وېشل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی اندرابي او ښاغلی سراج چې د همدې موضوع په تړاو نن دوشنبې د وږي ۲۴ مه ولسي جرګې ته د استجواب لپاره ورغوښتل شوي و، و ویل، چې امنیتي بنسټونه د امنیتي میثاق په برنامه کې له خلکو د امنیت د تامین په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي او بس.

د کورنیو چارو وزیر د وکیلانو د پوښتو په ځواب کې و ویل دا چې د امنیتي ځواکونو له خوا د مجرمینو د نیولو ګراف لوړ و خو د جرایمو کچه نه ټيټې ده، نو ځکه یې د امنیتي میثاق تر برنامې لاندې د خلکو همکارۍ ته لاس ور اوږد کړ.

هغه و ویل«دا چې جرائیم زیات و موږ لاس په کار شو، چې خپله رابطه له خلکو سره تنظیم کړو او په خپل نظم او دسپلین کې بیا کتنه وکړو، د همدې لپاره مو د امنیتي میثاق برنامه رامخ ته کړه، چې د پولیسو او ټولو امنیتي بنسټونو رابطې له خلکو سره ټینګې شي.»

ښاغلی اندرابی وایي، د امنیتي میثاق برنامه د خلکو مسلح کول نه دی او نه هم په کې یو کس ته وسله ورکول کېږي، بلکې د امنیت په برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه ده.

نوموړی زیاتوي، چې په دې پلان کې به تکتیکي معلومات عملي کېږي، امنیتي کمرې به په دوکانونو او د ښار په دروازو او ترمینلو کې نصبېږي او وخت ناوخت به په ښار کې ګزمې تر سره کېږي.

 اندرابي و ویل«همدا اوس هغه ځوانان ډېر دي، چې په جېب کې یو وړوکی چاقو لري په یوه کوڅه کې نفر په چاقو وهي موبایل ترې اخلي، دغه ډول کسان په ښار کې په زرګونو دي، چې د امنیتي میثاق په برنامه کې به دغه ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو له لوري اخاذۍ ته هم اشاره وکړه ویې ویل له کومې چې دی وزیر شوی دی د اخاذۍ پر سر یې ۴۵۰ پولیس ان د پولیسو تر یوې مکملې قطعې پورې لغوه کړې ده.

نوموړي و ویل، چې د دغه موضوع په اړه ۲۵۰ پولیس تر څېړنې لاندې نیول شوي او دا لړۍ به همداسې روانه وي.

بل خوا د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج و ویل، چې د ولسي جرګې غړو د امنیتي میثاق سند نه دی لوستی، که یې لوستی وای نو اندېښنې به یې نه درلودې.

نوموړي زیاته کړه، چې امنیتي میثاق کوم ځانګړی جوړښت نه دی، چې بودجه ولري، بلکې امنیتي بنسټونه د خپلو وړتیاو او هغه څه چې لاس کې یې لري پرمت د امنیت د تامین لپاره کاروي.

سراج و ویل«په حقیقت کې امنیتي میثاق د حکومت او خلکو تر منځ یو تړون دی، له دې وراخوا بل هېڅ نه دی.»

د هغه په وینا د ولسي پاڅون برنامه کاملآ یوه ځانګړې برنامه ده، چې له څو کلونو راهیسې د ملي امنیت له خوا مخ ته وړل کېږي او ښه نتیجه یې هم ورکړې ده.

دی وایي، همدا ولسي پاڅونوال و، چې په بدخشان، ننګرهار، لوګر، غزني، اروزګان، سرپل او ځينو نورو ولایتونو کې د دښمن پر وړاندې ودرېدل او له خپلو خلکو یې دفاع وکړه.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 131553

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com