۰

د حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ رسمي مذاکرات وځنډېدل

دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۵
ټاکل شوې وه، چې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ رسمي مذکرات نن پیل شي خو اوس ویل کېږي دغه مذاکرات ځنډېدلي دي.
د حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ رسمي مذاکرات وځنډېدل
ټاکل شوې وه، چې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ رسمي مذکرات نن پیل شي خو اوس ویل کېږي دغه مذاکرات ځنډېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو تن غړی د نوم نه ښودلو په شرط تاییدوي، چې رسمي مذکرات ځڼډېدلي خو وايي، د تماس ډله به نن بیا سره کېني.

دغه غړی وايي، دا چې د مذاکراتو لپاره لا هم اجنډا نه ده بشپړه شوې، همدا لامل دی، چې نن مذاکرات پیل نه شول او ځنډېدلي دي.

د ده په وینا د تماس ډله به نن هم سره کېني او د اجنډا پر ټاکلو به خبرې وکړي، خو دا یې کره نه کړه، چې اجنډا به څه وي او کله به خبرې پیل شي.

طالبان هم د اجنډا په اړه معلومات نه ورکوي، خو د اوربند په اړه وایي چې په دې اړه به د مذاکراتو په پیل کې خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي