د بادغیس یو پخوانی سناتور له پنځو تنو سره یو ځای وژل شوی دی

25 سنبله 1399 ساعت 8:54

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بادغیس ولایت پخوانی سناتور او قومي مشر حاجي رنګین مشکواڼی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بادغیس ولایت پخوانی سناتور او قومي مشر حاجي رنګین مشکواڼی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د وږي ۲۴ مه د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په مبارک شاه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د یادې ولسوالۍ ولسوال خدا داد وايي، وسله والو طالبانو حاجي مشکواڼس او ورسره پنځه نور کسان له موټره ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي.

ویل کېږي، حاجي رنګین اوس کومه دنده نه درلوده او یوازې یې د قومي او سیاسي لانجو حل کولو او په سیمه کې د خلکو د منسجم کولو لپاره هڅې کوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com