ولسمشر غني: غزني کې ټول بندونه به جوړ او ورغول شي

25 سنبله 1399 ساعت 9:19

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غزني ولایت له یو شمېر مخورو او قومي مشرانو سره ژمنه کړې، چې دغه ولایت کې ټول بندونه به جوړ او ورغول شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غزني ولایت له یو شمېر مخورو او قومي مشرانو سره ژمنه کړې، چې دغه ولایت کې ټول بندونه به جوړ او ورغول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون دوشنبې د وږي ۲۴ مه د غزني ولایت له مخور سره لیدلي او هغوی د امنیت، تړلو ښوونځیو، انکشافي پروژو د تطبیق، د غزني ولایت د ټاکنو، متوازن انکشاف، هوایي ډګر، سیمه ییزه اداره کې د فساد د مخنیوي او اصلاحاتو، د ولسوالیو د لارو، برېښنا او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه ولسمشر ته وړاندې کړې دي.

ښاغلي غني د غزني له مخور په واضح ډول د ولس د غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو څخه په مننې غزنی د ټولو ګډ کور وباله او دغه ولایت ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه یې وکړه.

 ولسمشر په بېلابېلو برخو کې د ولس او مشرانو د همکارۍ او همغږۍ ارزښت ته په اشارې ویلي، د امنیت په ګډون د چارو د لا ښه والي لپاره دې ولسوالۍ په ولسوالۍ ولسونه سره منسجم شي.

ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې په غزني کې بندونه جوړېږي او ټول بندونه له سره ارزول شوي او په دې برخه کې له درې موجودو فاجعو څخه یې دوه د دفعه کولو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه، غیرمتوازن پرمختګ د ولایتونو په درجو نه جبرانېږي، د دې لپاره باید نوي معیارونه ولرو.

ولسشمر له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د غزني د ولسونو د وحدت د لا تامین لپاره دې په خپلو کې عادلانه او اصولي پایلې ته ورسېږي او حکومت به په نږدې راتلونکي کې د ټاکنو زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131575

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131575/

جمهور
  https://www.jomhornews.com