ولسمشرغني د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوول سره پر سوله خبرې کړې

25 سنبله 1399 ساعت 9:26

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوول جوزپ بوریل سره تلېفوني خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوول جوزپ بوریل سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، دغه تلېفوني خبرې پرون دوشنبې د وږي ۲۴ مه له غرمې مخکې شوې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه اړیکه کې  ښاغلي غني له سولې پروسې، د جمهوریت ارزښتونو او سرتاسري اوربند څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ د اصولي دریځ، مننه وکړه.
 
سرچینه زیاتوي، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امرالله صالح د تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه.

جوزپ ویلي، د جمهوریت د ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا او مطلوب هدف لپاره به چې خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی، د اروپایي ټولنې دوامداره ملاتړ دوام لري.  

دی وايي، دوی خپل دغه پیغام د طالبانو لوري ته هم ویلی چې له افغانستان څخه د اروپایي ټولنې د راتلونکي ملاتړ ډول په دې هیواد کې د جمهوریت د ارزښتونو ساتنې پورې اړه لري.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر زیاته کړې، په پام کې لري له جمهوریت سره د پیوستون اعلانولو او د افغانستان د ملاتړ په موخه په یو مناسب فرصت کې دې هېواد ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com