د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان:

د سولې مذاکرتو کې باید په بشري حقونو معامله ونه شي

25 سنبله 1399 ساعت 9:46

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل هرکلی کړی خو وايي، دغه مذاکراتو کې باید پر بشري حقونو معامله ونه شي.


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل هرکلی کړی خو وايي، دغه مذاکراتو کې باید پر بشري حقونو معامله ونه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان وايي، سوله د افغانانو لپاره غوره فرصت دی، خو د سولې په مذاکراتو کې ډېر موارد دي، چې د معاملې وړ نه دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویاندې اینډریا پراسو وايي، د سولې په خبرو کې د بشري حقونو ساتل باید د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي.

نوموړې ټینګار د ښځو پر حقونو د ټینګار تر څنګ ویلي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی باید په دې خبرو کې د بشري حقونو له ټولو مواردو کلکه دفاع وکړي.

هغه وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شل کلونو لاس ته راوړنو له ډلې یو هم د ښځو د حقونو خوندي کول و او اوس هم باید په مذاکراتو کې ددې حقونو پر خوندیتوب ټینګار وشي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان مسوولین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلایو تر منځ لومړنۍ عمومي غونډه تر سره شي.

دواړه لوري وايي، د ناسې او خبرو پر اجندا، کړنلاره او مهال وېش یې خبرې کړې او نن به یې په عمومي غونده کې ورباندې بحث وکړي.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې د خبرو اجنډا څه ده، خو وړاندې افغان حکومت، نړیوالو او شمېر هېوادونو ټینګار درولود، چې په خبرو کې لومړی باید په اوربند خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com