واشنګټن پوسټ:

طالبان تر ډېره هوکړو ته ژمن نه دي، امریکا د افغانستان یوازې نه پرېږدي

25 سنبله 1399 ساعت 9:56

امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپانې د افغان سولې لپاره په رامنځ ته شوي فرصت خبرې کړې وايي، د سولې د تامین لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی دی.


امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپانې د افغان سولې لپاره په رامنځ ته شوي فرصت خبرې کړې وايي، د سولې د تامین لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې لیکلي،په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی دی او که امریکا مقاومت وکړي نو افغانان سولې ته رسېدلی شي.

ورځپانې ټينګار کړي، چې په دې حساسو شرایطو کې امریکا ته په کار ده چې افغان حکومت یوازې پرې نه ږدي، تر څنګ یې ودرېږي او پرته له دې چې شرایطو ته وګوري د سرتېرو د ایستلو پرېکړه دې نه کوي.

په لیکنه کې خبرداری ورکړل شوی چې طالبان تر ډېره خپلو هوکړو ته ژمن نه دي، نو که امریکا مقاومت و نه کړي او د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ور نه کړي ښایي دغه ډله خونړۍ جګړې پیل کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې وساتي.

واشنګټن پوست دغه لیکنه پر داسې مهال خپره کړې، چې له یوې خوا په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، او بل پلو تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتېري وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com