۰

د امریکا کانګرېس د افغان سولې په اړه وضاحت غوښتی، خلیلزاد به معلومات ورکړي

سی شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
د امریکا کانګرېس د افغان سولې په اړه د ټرمپ پر تګلاره شک ښودلی او په دې برخه کې یې پوره وضاحت غوښتی دی.
د امریکا کانګرېس د افغان سولې په اړه وضاحت غوښتی، خلیلزاد به معلومات ورکړي
د امریکا کانګرېس د افغان سولې په اړه د ټرمپ پر تګلاره شک ښودلی او په دې برخه کې یې پوره وضاحت غوښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د سولې د روان بهیر په اړه د امریکا کانګریس ته معلومات ورکړي.

د امریکا د کانګریس د ملي امنیت کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد منلې چې د دوحې له سفر تر ستنېدو وروسته به په یوه سري او پټه غونډه کې د افغان سولې د پرمختګونو په اړه امریکایي استازو ته وضاحت ورکوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو د سولې د خبرو پر ابهام نیوکه کړې ده.

د دوی په خبره د امریکا ددفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او نورې ادارې باید د سولې د بحثونو او هوکړو په اړه کانګریس ته معلومات او وضاحت ورکړي.

دوی دغه راز شک ښيي چې ښایي ټرمپ د خپل کمپاین لپاره په داسې اقداماتو لاس پورې کړی وي چې هغه د امریکا د ملي ګټو په زیان وي.

د امریکا کانګرېس دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې هلته قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ پر افغان سوله خبرې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي