افغانستان د ملګرو ملتونو د ښځې مقام د کمېسیون غړیتوب تر لاسه کړ

25 سنبله 1399 ساعت 11:26

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د ښځې مقام د کمېسیون غړیتوب خپل کړی دی.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د ښځې مقام د کمېسیون غړیتوب خپل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن راز ویلي، دا یو مهم نړیوال کمېسیون دی چې افغانستان به یې د څلورو کلونو لپاره غړیتوب ولري.

د دغه کمیسیون د غړیتوب لپاره افغانستان، چین او هند سیالي کوله چې په پایله کې افغانستان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو ۵۴ رایې خپلې کړې دي او په یاد کمیسیون کې یې څوکۍ خپله کړې ده.

عادله راز وایي دوی به په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره خپلې مبارزې او هڅې ته ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې یاد کمېسیون د ښځو د حقونو او جنسیتي تبعیض د له منځه وړلو او همدا راز د مېرمنو د ژوند په ښه کولو او وده کې فعالیت کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131585

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com