ننګرهار کې چاودنې د ملي امنیت څلورو کارکوونکو ته مرګ ژوبله واړوله

25 سنبله 1399 ساعت 11:27

ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د کارکوونکو په موټر د سړک د غاړې چاودنې شوې، چې د چاروکو په وینا څلورو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د کارکوونکو په موټر د سړک د غاړې چاودنې شوې، چې د چاروکو په وینا څلورو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه سهار مهال د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه چاودنه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو د امنیتي ځواکونو له خوا پلټنې او څېړنې روانې دي.

د ننګرهارچارواکي وايي، ټپیان د درملنې په موخه روغتو ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 131586

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131586/

جمهور
  https://www.jomhornews.com