وسله والو په ننګرهار کې د پوهنتون یو استاد وژلی دی

25 سنبله 1399 ساعت 14:07

سیمه ییز چارواکي وايي، نا معلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې د ننګرهار پوهنتون یو استاد ادم خان ملاتړ وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، نا معلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې د ننګرهار پوهنتون یو استاد ادم خان ملاتړ وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د حکیم آباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، د ننګرهار پوهنتون استاد ادم خان ملاتړ له کور څخه دندې ته روان و، چې پا یاده سیمه کې د وسله والو له خوا وژل شوی دی.

دی زیاتوي، چې استاد ملاتړ د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ استاد و او ترې دې وړاندې یې د بدخشان پوهنتون کې هم د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده.

تر اوسه د استاد ادم خان ملاتړ د وژلو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې نن د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د سړک د غاړې یوې ماین چاودنې د ملي امنیت یو سرتېری وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 131592

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131592/

جمهور
  https://www.jomhornews.com