سویس د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه ‌توب کوي

26 سنبله 1399 ساعت 9:49

ټاکل شوې چې سویس د نومبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه وي.


ټاکل شوې چې سویس د نومبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس به د سویس ژینف ښار کې د نومبر په ۲۳ او ۲۴ جوړ شي.

د دغه کنفرانس د جوړېدو هدف له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو نوي کول، د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې پر پرمختیایي هدفونو توافق او په مالي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ یاد شوی دی.

تمه ده چې په دې نړیوال کنفرانس کې به د څه باندې ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي، چې د افغانستان د دولت او مدني ټولنې استازي به هم په کې برخه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131614

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131614/

جمهور
  https://www.jomhornews.com