د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

د حکومت او طالبانو د مذاکراتو ملاتړ کوو، دواړه لوري د اوربند وکړي

26 سنبله 1399 ساعت 10:02

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل ملاتړ وکړ او ښکېل اړخونه ‌یې د یوه تلپاتي اوربند ټینګېدو ته وهڅول.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل ملاتړ وکړ او ښکېل اړخونه ‌یې د یوه تلپاتي اوربند ټینګېدو ته وهڅول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راز په دې  پرېکړه‌ لیک په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي مأموریت وغځول شو.

ملګرو ملتونو امنیت شورا له دواړو مرکچي لورو وغوښتل چې د باور جوړونې لپاره د نورو اقداماتو په ترڅ کې شخړې د پام وړ کمې کړي.

دوی د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو د ګډون غوښتنه وکړه وايي، د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي، ټولنیزې او سیاسې لاسته راوړنې په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې هغه چې د ښځو، ماشومانو او د اقلیتونو په برخه کې ترلاسه شوي باید خوندي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش هم په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر حکومت او طالبانو غږ کړي، چې په مذاکراتو کې ژر تر ژره په بشري اوربند موافقه وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تېره شنبې د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل او پرون د دواړو لورو مرکچیانو د لومړي ځل لپاره مخامخ غونډه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 131617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com