اماراتو او بحرین له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو هوکړه وکړه

26 سنبله 1399 ساعت 10:12

متحده عربي اماراتو او بهرین له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو د عادې کولو هوکړه په رسمي ډول لاسلیک کړه.


متحده عربي اماراتو او بهرین له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو د عادې کولو هوکړه په رسمي ډول لاسلیک کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د درې واړو تر منځ ته هوکړه لیک په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شتون کې لاسلیک شوه.

په دې اړه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د اماراتو او بحرین استازو له نتنیاهو او ټرمپ سره د اړیکو د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د هوکړې د لاسلیک پر مهال خبریالان هم و او ټرمپ دا یوه ستره لاس ته راوڼه وبلله ویې ویل،  د اسرائیلو او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره پراخې هڅې شوې وې.

خو په خبره یې اوس دوی بریالي شول، چې دغې هوکړې ته ورسېږي.

په ورته مهال د اماراتو چارواکو هم ویلي، چې دا هوکړه به په سیمه کې د ثبات او امنیت سبب شي او هېچا ته به زیان و نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com