لغمان کې ترافیکې پېښې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

26 سنبله 1399 ساعت 10:22

سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وږي ۲۶ مه سهار مهال د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ ګونه پال سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې په یاده سیمه کې یو موټر له یوې لوړې و لاندې کندې ته ولوېده.

نوموړي زیاته کړه، په پېښه کې یو تن مړ شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي، چې ټپیان د مهترلام روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
 
 جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 131619

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131619/

جمهور
  https://www.jomhornews.com