د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې یوه بله دروازه هم پرانستل شوه، چې د پاکستاني چارواکو په وینا ورسره به په سوداګرۍ کې نوره هم پراختیا راشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پر ډېورنډ فرضي کرښې د بادیني لار پرون چهارشنبې د وږي ۲۶ مه په رسمي ډول د پاکستاني چارواکو له خوا پرانستل شوه.
د لارې په پرانیست غونډه کې د بلوجستان اعلی وزیر جام کمال علیانی، د سرحدي ملېشو قومامندان جنرال فیاض حسین، یو شمېر نورو چارواکو او سوداګرو برخه درلوده.
د بلوچستان اعلی وزیر علیاني د دې لارې پرانستل د پرمختګ پر لور یو بل ګام وباله وايي، د دې لارې په پرانستو سره به په سیمه کې سوداګري نوره هم پراختیا و ومي.
دغه راز په غونډه کې د د بلوچستان د سوداګرۍ خونې مرستيال مشر بدرالدين کاکړ، وايي، دغه لار د دوی په غوښتنه او هڅو پرانيستل شوې او بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې پولې هم پرانيستل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا کار به د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت پراخ کړي او د کرښې شاوخوا خلکو ته به یې ګټه ورسېږي.
د یادونې ده، چې دا تر د تورخم، چمن – سپين بولدک، انګوراډې او غلام خان لارو بندر وروسته پنځمه لار ده، چې پر ډېورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ پرانستل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل