کندهار کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی دی

27 سنبله 1399 ساعت 8:59

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د یوې مېرمنې، چې په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوې، مړی موندل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د یوې مېرمنې، چې په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوې، مړی موندل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مېرمنې جسد پرون چهارشنبې د وږي ۲۶ مه د کندهار ښار د ۱۱ حوزې اړوند عینو مېنه کې موندل شوی دی.

د کندهار چارواکي وايي، دغه ښځه د هر ډول انساني کراماتو خلاف په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوې، چې تر اوسه یې هویت او د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم.

د کندهار والي حیات الله حیات امنیتي مسوولینو امنیتي مسوولینو ته جدي سپارښتنه کړې، چې په دې اړه ژورې پلټنې وکړي، تر څو د قتل عاملین ونیول شي.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا او یا کومې ډلې نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 131648

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131648/

جمهور
  https://www.jomhornews.com