سي بي ایس نیوز:

طالبان د سولې خبرو کې دوه پلانه لري، سوله ییز حل او ځواک

27 سنبله 1399 ساعت 9:25

سي بي اېس نیوز د طالبانو د مرکچي پلاوی د یوه غړي له قوله وایي، طالبان د سولې خبرو کې دوه پلانه لري، لومړۍ د ستونزو سوله ییز حل او دوهم د ځواک کارول.


سي بي اېس نیوز د طالبانو د مرکچي پلاوی د یوه غړي له قوله وایي، طالبان د سولې خبرو کې دوه پلانه لري، لومړۍ د ستونزو سوله ییز حل او دوهم د ځواک کارول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو دغه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، دوی ته باید لږ تر لږه پنځه وزارتونه ورکړل شي او یو بشپړ اسلامي نظام رامنځ ته شي.

دغه طالب غړي دا هم ویل، چې دوی د اسلامي نظام په موجودیت کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره هم ستونزه نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال امریکا او افغان حکومت هېڅ پلان نه لري، خو په وینا یې طالبان دوه پلانه لري.

د هغه په وینا لومړی پلان دا دی، چې ستونزې د سوله ییزې لارې حل شي او دوهم پلان هم یقینآ چې نظامي ځواک دی.

په ورته وخت کې د طالبانو یوه بل غړي، چې د دوی د واکمنۍ پر مهال وزیر هم پاتې شوی و، دا خبره ترمیم کړې او ویلي یې دي، که لومړی پلان بریالی نه شي نو دوی لوړ لاس لري او پوهېږي، چې وضعیت څه ډول په خپله ګټه تنظیم کړي.

دغه راز د طالبانو د مرکچي پلاوی مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له سي بي اېس سره خبرو کې ویلي، چې دوی تېر ځل په خپله دوره کې هېڅ تجربه نه درلوده، خو په وینا یې دا ځل به د نړیوالو قوانینو پر وړاندې ځواب ویونکي او مسوول وي.

د طالبانو د مرکچي پلاوی مرستیال تایید کړې، چې دوی به په راتلونکي نظام کې ښځو ته د اسلام دین مطابق ټول حقونه ورکړي او لږکیو لپاره به هم پوره عدالت تامین کړي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د تېرې شنبې ورځې راهیسې پیل شوې، چې د سه شنبې په ورځ دواړو پلاویو مخامخ ګډه ناسته کړې ده.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ په لومړی غونده کې پر ځینو کړنلارو او اصولو توافق شوی خو لا هم پر اجندا نه دي سره سلا شوي.

افغان پلاوی په خبرو کې لومړی پر اوربند بحث کول غواړي، خو طالبان بیا لومړی د نظام او د جګړې د عواملو په اړه خبرې اترې کول غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131651

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131651/

جمهور
  https://www.jomhornews.com