مایک پمپیو: د افغان جګړې دروند پېټۍ مو له اوږو کوږ کړ

27 سنبله 1399 ساعت 9:36

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره د جګړې دروند بار له خپلو اوږو لرې کړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره د جګړې دروند بار له خپلو اوږو لرې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو په واشنګټن کې خبریالانو ته زیاته کړې، چې دوی بریالی شول چې د بین الافغاني خبرو په پیل سره د افغان جګړې دروند مالي او ځاني بار له اوږو ښکته کړي.

نوموړي ویلي، د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته طالبانو پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړی چې تلفات صفر ته راښکته شوي دي او دغه راز د امریکا لپاره د افغان جګړې مالي لګښتونه هم د پام وړ کم شوي دي.

پمپیو وايي، که څه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پېچلې او اوږدې ښکاري، خو هیله لري، چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او د دې سبب شي چې دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا له افغانستان نه د ټولو سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

پمپیو تر دې دوه ورځې وړاندې هم ویلي و، چې د راتلونکي کال تر لومړیو پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131654

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131654/

جمهور
  https://www.jomhornews.com