اسدالله خالد:

دښمن دې د پنجاب په فرمایش د افغان اردو د ړنګولو فکر له سره وباسي

27 سنبله 1399 ساعت 11:31

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو دښمن دې دا فکر له سره وباسي چې د پنجاب په فرمایش به بیا وتوانېږي، افغان اردو ړنګه کړي.


د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو دښمن دې دا فکر له سره وباسي چې د پنجاب په فرمایش به بیا وتوانېږي، افغان اردو ړنګه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې نن پنشنبې د وږي ۲۷ مه کابل کې د امریکا له لوري افغان هوايي ځواک ته دA-29 سوپر توکانو څلور باله الوتکو د ورکړې په مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې افغانستان یو ځل د اردو د ړنګېدو ترخه تجربه په تېر کې تېره کړې او بیا به چا ته اجازه ورنه کړي، چې دا کار وکړي.

د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ولسمشر غني، افغان حکومت او امنیتي بنسټونه په ټول توان سولې ته ژمن او د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي، خو په خواشنۍ سره مخالف لوري جګړې ته شدت ورکړی دی.

دی وایي، که د طالبانو له لوري د جګړې شدت د دې لپاره وي، چې د خبرو پر مېز امتیازات تر لاسه کړي خواشنی دی او که په عمدي ډول یې جګړې ته زور ورکړی وي، نو دا ښکاره کوي، چې دوی سولې ته هېڅ ژمن نه دي او نه هم پرې باور لري.

اسدالله خالد و ویل د افغانستان ټول خلک او دولت هیله من دی، چې د سولې مذاکراتي ټیمونه یوې معقولې او مثبتې نتیجې ته ورسېږي او په افغانستان کې تل پاتې او داسې سوله چې د تېرو دوه لیسزو لاس ته راوړڼې په کې خوندي رامنځ ته شي.

ښاغلي خالد د سولې د مذاکراتو په جریان کې د طالبانو له لوري د جګړې پر شدست یو ځل بیا خواشنۍ وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې که دوی فکر کوي په زور به پر ملت ځان مسلت کړي نو دا یو خوب، یو خیال او لېونتوب دی.

ځکه په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په سیمه کې د مورال، روزنې او تجهیز په برخه کې په سیمه کې ساری نه لري او کولی شي د وینې تر وروستي څاڅکي د خپلو خلکو او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په مېړانه دفاع وکړي.

ښاغلي خالد زیاته کړه«دوښمن دې نور دا فکر بلکل له سره وباسی، چې د پنجاب په فرمایش زموږ پیاوړې اردو یو ځل بیا ړنګه کړي، موږ دا ترخه تجربه یو ځل لیدلې، بیا یې ړنګېدل، خوب دی، خیال دی او جنون.»

دی وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جګړه د ترهګرۍ د له منځه وړلو او تېرو دوه لسیزو د لاس ته راوڼو د ساتنې لپاره ده او په هېڅ صورت به چا ته اجازه ورنه کړي، چې افغانستان بېرته شا ته وګرځوي.

د ملي دفاع وزیر دا هم و ویل، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او ناټو تر منځ همکاري به دوامداره وي خو په وینا یې که ناټو له افغانستان څخه وځي هم افغان ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع لپاره پوره چمتوالی او وړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 131667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com