امریکا، افغان هوايي ځواک ته څلور نورې جنګي الوتکې ورکړې

27 سنبله 1399 ساعت 11:48

امریکا متحده ایالاتو د افغانستان هوايي ځواک ته څلور نورې A29 سوپر توکانو جنګي الوتکې افغان پوځي چارواکو ته وسپارلي.


امریکا متحده ایالاتو د افغانستان هوايي ځواک ته څلور نورې A29   سوپر توکانو جنګي الوتکې افغان پوځي چارواکو ته وسپارلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغان هوايي ځواک چارواکو و ویل، چې دوی دمګر پیاوړی هوايي پوځ لري او د خطرونو پر وړاندې مقابله کولی شي.

د افغان هوايي ځواک قوماندان وايي، افغان هوايي ځواک اوس هم ګڼ عملیات خپله کوي او د دغه الوتکو په وړکړې سره به د هوايي ځواک پیاوړتیا نوره هم زیاته شي.

په ورته وخت کې د امریکايي ځواکونو یوه قوماندان جنرال فیدرک په دغه مراسمو کې و ویل، چې افغان پوځیان دمګړی پیاوړي شوي او بریالي شوي چې د ترهګرو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه قومندان په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې امریکا او ناټو د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ژمنه ده او د دغه پوځ د لا پیاوړي کولو لپاره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

دغه امریکايي جنرال زیاته کړه، چې د یادو الوتکو په ورکړې سره به افغان پوځ نور هم پیاوړی شي او په راتلونکو میاشتو کې هم افغان پوځ ته د ګڼو الوتکو د ورکړې پلان لري.

افغان پوځي چارواکو هم د ناټو او امریکا د مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې به راتلونکې کې هم ورسره همکاري او مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com