اروپايي ټولنه:

طالبان د سیاسي وړتیا وښيي، د ترهګرو په شان د وسلې نه کاروي

29 سنبله 1399 ساعت 8:41

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي او سیاسې حل لار ته مخه کړي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي او سیاسې حل لار ته مخه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کوپیا پرون جمعه د وږي ۲۹ مه په خپل ټوېټر لیکلي، طالبان باید اوس د سیاسي عمل وړتیا وښي، نه دا چې د ترهګرو په شان وسلې وکاروي.

نوموړي ویلي، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر پنځه اوونۍ د تاوتریخوالي اندازه په تېرو پنځو کلونو کې لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د اروپايي ټولنې استازي د سولې خبرو پیل ته په اشارې هیله څرګنده کړې، چې تاوتریخوالی کم شي او ستونزې د سیاسي خبرو اترو له لارې حل شي.

طالبانو تر اوسه د کوبیا پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي دوی په خپلو بریدونو کې د پام کموالی راوستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com