دوحه کې د سولې خبرې: نن دواړه لوري د مخالفتونو پر هواري خبرې کړي

29 سنبله 1399 ساعت 8:53

په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې دوام لري او ټاکل شوې نن دواړه لوري د مخالفتونو د هواري په اړه خبرې وکړي.


په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې دوام لري او ټاکل شوې نن دواړه لوري د مخالفتونو د هواري په اړه خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه لوري وایي، هڅه کېږي، چې نن شنبې د وږي ۳۰ مه د دواړه اړخیزو مخالفتونو د هواري په اړه بحثونه یوې وروستۍ پایلې ته ورسېږي.

د دوی په وینا تر اوسه په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی، خو لا هم په ځینو تخنیکي مسایلو مخالفتونه شته، چې تر اوسه یې پر رسمي اجنډا د خبرو مخه نیولې ده.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوی غړې فوزیه کوفي هم تایید کړه، چې ځینې مسایل لار وروستي شوي نه دي.

نوموړې زیاته کړه، چې په تېرو څو ورځو کې مذاکره کوونکي ټیمونو کاري ډلو تر ډېره د کاري اصولو په اړه چې د خبرو بنسټ جوړوي بحث کړی دی.

د هغې په وینا د دغه بحثونو په ځینو برخو کې مسایل وروستي شوي، خو په ځينو کې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

تر اوسه په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، چې مخالفتونه پر څه دي، خو داسې ښکاري، چې افغان پلاوی لومړی د اوربند په اړه خبرې کول غواړي او طالب لوری بیا د نظام پر جوړښت او د جګړې پر عواملو.

باید و ویل شي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې له تېرې اوونۍ راهیسې روانې دي.

دواړه لوري وایي، تر دې دمه خبرې په یوه ښه او د صمیمیت په فضا کې مخ ته ځي او تمه ده، چې ستونزو ته حل لار پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com