د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار:

ټرمپ له طالبانو سره لاس یو کړی او د افغان حکومت پر ضد دی

29 سنبله 1399 ساعت 10:28

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال هربرټ مکماسټر د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر تګلاره او سیاست سختې نیوکې کړې دي.


د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال هربرټ مکماسټر د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر تګلاره او سیاست سختې نیوکې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مکماسټر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ټرمپ تګلاره د افغان حکومت او افغان ځواکونو پر ضد او د طالبانو په ملاتړ ده.
نوموړي له سي بي اېس تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ د افغان حکومت پر ضد د طالبانو ملګرتیا کوي او لاس یې ورکړی دی.

د هغه په وینا د ټرمپ دغه ناسمه تګلاره او سیاست په افغانستان کې د زرګونو امریکايي او افغان سرتېرو د قربانیو ضایع کول دي.
 
هغه ویلي«زه فکر کوم موږ په افغانستان کې یوې دوامدارې ژمنتیا ته اړتیا لرو،‌ چې د افغان حکومت او افغان امنیتي‌ ځواکونو مرسته وکړو، ځکه دوی دي چې د دې جګړې بار ته یې اوږه ورکړې ده
 
مکماسټر له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه ویلي، چې په بېړه د دغه کار تر سره کول به په راتلونکي کې د امریکا ملي امنیت ته سخت زیان ورسوي.
 
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو د جوړجاړي په صورت کې به له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه کې د سولې خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131699

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131699/

جمهور
  https://www.jomhornews.com