بلخ کې پر طالبانو خپل ماین چاودنې ۱۵ تنه وژلي

29 سنبله 1399 ساعت 11:23

د هېواد په شمال کې پوځي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د هېواد په شمال کې پوځي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د وږي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون ماښام د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د بیدو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو یو ماین جوړونکي انجینر نورو طالبانو د ماین جوړلو چل ښوده، چې پر همدې مهال ماین پرې چاودلی او د انجینر په ګډون یې ۱۵ وسله وال طالبان وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 131704

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131704/

جمهور
  https://www.jomhornews.com