ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو د تل پاتې اوربند غږ وکړ

29 سنبله 1399 ساعت 11:32

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې بشري، سرتاسري او تل پاتې اوربند ته تن ورکړي او اوربند وکړي.


 افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې بشري، سرتاسري او تل پاتې اوربند ته تن ورکړي او اوربند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن شنبې د وږي ۲۹ مه د پکتیا ولایت د ولایتي شورا مرستیال ایوب خان غروال وژل کېدو په اشارې ویلي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نور د منلو نه ده.

نوموړي ویلي، د تاریخوالي او ترهګریزو پېښو د مخینوي، هدف ته د سولې خبرو د رسېدو او په هېواد کې د تل پاتې باغزته سولې د ټنګښت لپاره یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي، چې بشري، سرتاسري او دایمي اوربند ته، چې د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، غاړه کېږي.

ولسمشر د پکتیا د ولایتي شورا پر مرستیال ایوب خان غروال برید په کلکو ټکو غندلی او اړوند چارواکو ته یې د پېښې د هر اړخیزه څېړنې امر کړی دی.

هغه ویلي، چې د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري.

د یادونې ده، چې د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب خان غروان نن شنبې د وږي ۲۹ مه سهار مهال د پکتیا مرکز ګردیز په بلند منزلو سیمو کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو و وژل شو.

ځايي چارواکي وايي، غروان له دندې د پوهنتون خوا ته روان و، چې په یاده سیمه کې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې.

د پکتیا والي حلیم فدايي وايي، غروال په لومړي سر کې ټپي و خو وروسته یې په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 131705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com