عطا محمد نور:

تر بل هر وخت سولې ته نېږدې شوی یو، دواړه لوري د فرصت له لاسه نه ورکوي

29 سنبله 1399 ساعت 11:58

د جمعیت ګوند اجرائیه مشر استاد عطا محمد نور وايي، افغانستان د بل هر وخت په پرتله سولې ته نېږدې شوی او دا فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي.


د جمعیت ګوند اجرائیه مشر استاد عطا محمد نور وايي، افغانستان د بل هر وخت په پرتله سولې ته نېږدې شوی او دا فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور د پروفیسو برهان الدین رباني د ۹ تلین د مناسبت په اړه خپاره کړي پيغام کې د سولې روانو خبرو ته په اشارې پر دواړو لورو غږ کړي، چې له لاس ته راغلي فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخلي.

نوموړي ویلي افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نېږدې شوی نو افغان دولت او طالبانو ته پکار ده، چې له دغه فرصت په ښه توګه ګټه واخلي او پرېنږدي، چې افغانستان یو ځل بیا د خونړیو جګړو او وژنو شاهد وي.

هغه په دغه پیغام کې ویلي«افغانستان په ځانګړو شرایطو کې دی، د میلیونو انسانونو سترګې د سولې د مذاکراتو یوې ښې پایلې ته دي، همغه ډول لکه څنګه چې شهید استاد رباني سولې ته د رسېدو امید درلود، اوس موږ دغه ارزو ته تر بل هر وخت نېږدې شوي یو، نو که دواړه لوري د افغانسان د خلکو ارمانونو او ملي ګټو ته په پام سره پرېکړې وکړي، له شکه پرته چې افغانستان به تل پاتې سولې ته ورسېږي، دواړه لوري باید له دغه منځ ته راغلي فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخلي او پرېنږدي، چې افغانستان یو ځل بیا د خونړیو جګړو او ورانیو شاهد پاتې شي.»

استاد عطا محمد نور وايي، له نېکه مرغه چې د سولې په اړه اوس سیمه ییز او نړیواله اجماع هم رامنځ ته شوې، چې وړاندې یې ساری نه وو.

ښاغلي نور د خپل پیغام په پای کې ویلي، چې د جمعیت ګوند به همغه کړنلاره طی کوي کومه چې د دغه ګوند بنسټ ګر شهید استاد رباني ټاکلې او دا ګوند به له میراثي توب څخه جلا په خپل ټول قوت سره مخ ته ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com