تاس:

د امریکا او طالبانو نېږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی

30 سنبله 1399 ساعت 9:02

روسي رسنۍ وايي، په دې وروستیو کې امریکا او طالبان یو بل ته تر بل هر وخت ډېر نېږدې شوي، چې دغه نېږدوالي پاکستان سخت ورخطا کړی دی.


روسي رسنۍ وايي، په دې وروستیو کې امریکا او طالبان یو بل ته تر بل هر وخت ډېر نېږدې شوي، چې دغه نېږدوالي پاکستان سخت ورخطا کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې تاس خبري آژانس په یوه تازه ملطب کې لیکلي، پاکستان ځکه د امریکا او طالبانو له نېږدوالي په وېره کې دی، چې هسې نه طالبان د پاکستان پر ضد شي.

په مطلب کې ویل شوي، وروسته له هغې، چې دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه وشوه، دواړه لوري لا سره نېږدې شوي او به دوحه کې د دې ډلې دفتر په یوه سیاسي دفتر بدل شوی، چې هره ورځ د بېلو هېوادونو سفیران په مستقیمه توګه له طالبانو سره ګوري او پر بېلو مسایلو خبرې کوي.

سرچینه زیاتوي، پاکستان له دې وېره لري چې ښايي د امریکا او طالبانو ډېر نږدې کېدل پاکستان ته ګواښونه جوړ کړي او طالبان په راتلونکې کې ان د پاکستان پر وړاندې هم اقدام وکړي.

ټاس لیکي، د طالبانو او امریکا تر ټولو ډېره اندېښنه د پاکستان له استخباراتي ادارې یا ای ایس ای سره ده او دوی په دې وېره کې دي چې که طالبان یې له کنټرول و وتل، نو په پاکستان کې به کشمکشونه ډېر شي.

بل خوا تاس خبري اژانس وایي، طالبانو له هند سره هم ګرم مذاکرات پیل کړي، څو د دغه هېواد ټولې اندېښنې رفع کړي.

په مطلب کې راغلي«طالبان دمګړۍ د ځینو هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو په لټه کې دي.»

په قطر دفتر کې د طالبانو باوري سرچینو دغه اژانس ته ویلي، د طالبانو څو مهم کسان له هند سره په تودو مذاکراتو بوخت دي او غواړي دغه هېواد قانع کړي چې دوی ورسره دښمني نه لري او راتلونکي دښمنان به یې نه وي.

دې هر څه پاکستان ته اندېښنې جوړې کړې دي، ځکه پاکستان پر طالبانو پوره نفوذ لري او د دغه نفوذ له امله دوی بریالي شول چې طالبان له امریکا سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبان هوښیار او ځیرک خلک وبلل، چې په وینا یې امریکا به ورسره ښه معامله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131728

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131728/

جمهور
  https://www.jomhornews.com